افغانستان ښځې

اعتراض کوونکي ښځې: د دوحې په غونډه کې دې د طالبانو حضور تحريم شي

په یوه لس ماده ییز پریکړه لیک کې د اعتراض کوونکو ښځو یوې ډلې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د حضور د تحريمولو او له طالبانو سره د نړۍ د تعامل د بندولو غوښتنه وکړه. او ملګروملتونو ته یې په خطاب کې ویل چې د دوحې په غونډه کې د «غیر طالب څېرو» او د «طالبانو مخالفو جبهو»د استازو ګډون«لازمی»دی.

دغو میرمنو د «افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې»  په پرېکړه لیک کې ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل باید د نړيوالو معيارونو پربنسټ او «د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو له غوښتنو سره سم» وي.

دغه مېرمنې وايي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید په افغانستان کې «جنسيتي تبعيض» په رسمیت وپېژندل شي.

دوی دا هم وايي چې په دې غونډه کې باید د افغانستان د ښځو له حقونو دفاع وشي.

په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي دي: «د طالبانو سره په ټولو مهمو غونډو کې د سياسي ګوندونو، مدني فعالانو، لاريونو کوونکو ښځو، مذهبي او قومي لږکيو او د طالبانو د مخالفې جبهې د استازو په ګډون له طالبانو سره د مخالفې جبهو د استازو حضور چې د افغانستان برخلیک په اړه په  ځانګړې توګه د دوحې په دریمه ناسته کې لازمي دى»

دغو ښځو همداراز د ښځو لپاره د برابرو حقونو او په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

دوی د افغانستان د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د ښځو د ونډې غوښتنه هم کړې ده.

دغو میرمنو ويلي چې له زرو څخه زیاتې ورځې کیږي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي او  له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي چې دغه وضعیت پای ته ورسوي.

ټاکل شوې چې د دوحې درېيمه غونډه له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې جوړه شي.