افغانستان ښځې نړۍ

د جنیوا غونډه: افغان ښځې په «سیستماتیک» ډول له کار او زده کړو بې برخې شوې 

په هغه غونډه کې چې پرون (دوشنبه، غبرګولي ۳مه) په جينوا کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، د طالبانو له خوا له کار او زده کړو څخه د افغان مېرمنو پر«سیسټماتیک» محروميت نیوکه شوې ده.

په جنیوا کې افغان استازولۍ پر اېکس لیکلي چې  په دې غونډه کې ویل شوي،«افغان ښځې په سیستماتیک ډول د طالبانو له خوا له کار او زده کړو بې برخې شوې دي».

په جينوا کې د افغان استازولۍ د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د افغانو مېرمنو د وضعیت په اړه راپور هم وړاندې شوى.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د يادې غونډې ګډونوالو اعلان وکړ چې د افغانانو د غږ د پیاوړي کولو لپاره به کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په هېواد کې د کار، په عامه ځایونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو سخت محدوديتونه او بندیزونه لګولي چې تراوسه يې په دې برخه کې خپلو پاليسيو ته بدلون ندى ورکړى.