افغانستان ښځې نړۍ

 د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغان ښځو د حقونو په اړه غونډه وکړه

د اروپاد امنیت او همکارۍ سازمان وايي، په ویانا کې له خپلو اسیايي همکارانو سره د افغان ښځو د حقونو اود سیمې او نړۍ پر ثبات د هغې د پراخو اغیزو په اړه غونډه وکړه.

دې اروپايي سازمان پر اېکس لیکلي چې د دې غونډې محور«د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره عملي تګلارې» وې.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې شنونکو او کارپوهانو د افغان ښځو په وړاندې ننګونې د نړیوالو پایلو په پام کې نيولو سره څېړلې دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه غونډه پرون (دوشنبه د غبرګولي ۱۴ مه) د شمالي مقدونیې په نوښت د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له  آسيايي ګروپ دهمکارو شريكانوسره د مشر په توګه جوړه شوه.

د اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې په فعاله توګه د افغان ښځو وضعیت څاري.

دغه سازمان وايي، چې په افغانستان کې د پوهنې، کار او دجنسيتي برابرۍ موضوع ځانګړى اهمیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په هېواد کې د کار، په عامه ځایونو کې د نجونو او ښځو پر حضور او زده کړو سخت محدوديتونه او بندیزونه لګولي چې تراوسه پورې يې دې پاليسۍ کې او هېڅ بدلون یې نه دی راوستى.