ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام شل آوريزلوبو په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن (سه شنبه د غبرګولي ۱۵مه) په ویسټ انډیز کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یوګانډا لوبغاړو ته ۱۸۴ منډې هدف وټاکه.

خو د یوګانډا ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ونه شو کړای ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.

د یوګانډا لوبغاړو په شپاړسم آور کې یوازې ۵۸ منډې جوړې کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یوګانډا لوبډلې ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه.