نړۍ

اوکراین: د روسیې د «اېس ٣٠٠» توغندیو سیستم مو په نښه کړی

اوکراین ادعا کوي چې دروسيې «اېس٣٠٠» توغندیو سیسټم يې په لویدیځو وسلو په نښه کړى دى.

د سي اېن اېن د راپور پر بنسټ، اوکرایني ځواکونو ویلي چې دوی  د توغنديو دا سيسټم د روسیې په خاوره کې دننه په نښه کړی دی.

دا بريد د روسیې په خاوره کې د اوکراین له لوري  څو ورځې وروسته  له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې پر خاوره دامریکايي وسلو په کارولو محدود بریدونه وکړي.

له دې وروسته، یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د اوکراین له لوري د لوېدیځو وسلو پر کارولو بندیزونه لرې کړل.

خو سي اېن اېن راپور ورکړی چې دا لا روښانه نه ده؛ چې په دغه برید کې کارول شوې وسلې د امریکا له خوا ورکړل شوې او که نه.

د دغه راپور له مخې اوکراین نه شي کولای چې د روسیې په خاوره کې پر هدفونو د بریدونو لپاره له دې زیاتې قوي او اوږد واټنه وسلې وکاروي.

سي اېن اېن وايي چې اوکراین یوازې د لنډ واټن توغندي کارولی شي چې د ګملرس(جي اېم اېل آر اېس) په نوم پیژندل کیږي چې شاوخوا ٧٠ کیلومتره لرې واټن په څخه هدف په نښه کولى شي.