افغانستان

طالبان وايي، د دوحې په غونډه کې د دوی ګډون د ملګرو ملتونو د وروستۍ پرېکړې په تمه دى

طالبان وايي، د دوحې په غونډه کې د دوى د ګډون د څرنګوالى  د دغې غونډې د اجنډا او د ګډونوالو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مشر وايي، دوی د دغې غونډې د لومړنۍ اجنډا چې له نشه‎يي توکو سره مبارزه، مالي او بانکي مسایل او د موسمي بدلون دي، همغږي دي؛خو ټینګار کوي چې د دوحې د غونډې اجنډا لا وروستۍ نه ده.

خو ښځو او نجونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوحې د غونډې له اجنډا څخه دې د بشري حقونو موضوع نه لرې کوي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمې غونډې ته ۲۷ ورځې پاتې دي؛ خو تر اوسه ملګرو ملتونو د دې غونډې اجنډا او وروستى جوړښت نه دی اعلان کړی او نه هم طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره د خپل پلاوي د جوړېدو په اړه څه ویلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې دوی د دې غونډې د اجنډا په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړې ته انتظار باسي او د دوحې د غونډې د اجنډا له ورستۍ کېدو وروسته به اعلان وکړي چې دوی به په دې غونډه کې څنګه ګډون وکړي.

ښاغلي جلالي ټینګار وکړ، چې د دې ناستې په لومړنۍ اجنډا کې مالي او بانکي مسایل، له نشه یي توکو سره مبارزه او د اقلیم بدلون په اړه موضوعات شامل دي، چې دوی پرې همغږي لري؛ خو وايي چې په دې غونډه کې به پر اختلافي موضوعاتو خبرې ونه کړي.

د دوحې درېیمې ناستې په نېږدې کېدو د طالبانو له استازو سره لیدنې کتنې زیاتې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له سفر څخه د قطر، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د سازمان استازو په دې غونډه کې د ګډون لپاره طالبان  هڅولي دي.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن په افغانستان کې د چین له سفیر سره وکتل او له افغانستان سره یې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي پرون په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره هم کتلي او د دوحې د درېیمې ناستې، له افغانستان سره یې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د دغه سفارت په اعلاميې کې راغلي: «د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د دغه سفارت د مرستیال غلام رضا نجاري ترمنځ په کتنه کې دواړو لورو د دوحې د درېیمې غونډې او له افغانستان سره نړیوالې همکارۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.»

په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې هم له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دې غونډې په اجنډا کې دې د بشري حقونو موضوع ځاى په ځاى کړي او د طالبانو غوښتنې دې نه مني.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د ښځو شورا په یوه بیان کې له ملګرو ملتونو همداراز غوښتي چې په دوحه کې د طالبانو د درېیمې غونډې په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او له دغه سازمانه یې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې او تعامل بند کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د ښځو د شورا په اعلاميه کې راغلي دي: « د دوحې درېيمه غونډه چې پکې له طالبانو ترهګرې ډلې سره د خبرو اترو په باب خبرې کيږي؛ له انساني، اسلامي او بشري ارزښتونو او د افغانستان ګټو سره په ټکر کې ده، مونږ يې تحريموو، له داسې ډلې سره خبرې اترې د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې بدې او ناوړه پایلې لري.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آرین وايي: که دا غونډه د بشري حقونو د ناوړه وضعیت او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو، زیان منونکو توکمونو او مذهبي لږکيوباندې د سیستماتیک ظلمونو په اړه جوړه نه شي، بې له شکه چې دا په دې د تایید مهر لګوي چې «دا غونډه په بشپړه توګه نیمګړې او د افغانستان د خلکو په حق کې لوی جفا ده، چې له امله يې په افغانستان کې د طالبانو له ځانه اعلان شوي حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره فضا رامینځته کوي.»

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړه شي – په پام کې ده چې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د استازو تر څنګ په کې د ۲۵ هېوادونو استازي ګډون وکړي.