نړۍ

د لبنان د حزب الله بې پیلوټه الوتکه د اسرائیلو په شمال کې غورځېدلې

د لبنان د حزب الله یوه بې پيلوټه الوتکه د اسرائیلو په شمال کې په نهاریه سیمه کې غورځېدلې ده.

د رویټرز د راپور پربنسټ، د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دغې بې پيلوټه الوتکې د نسکورېدو له امله اور لګیدنه رامنځته شوه؛ خو په دې سیمه کې يې چاته زيان نه ده اړولى.

په همدې حال کې د لبنان له لوري له پرله پسې راکټي بریدونو وروسته د اسرائیلو په دغه ساحلي ښار کې هوايي بریدونو وشول چې له امله یې د ۷۵زره ځايي اوسیدونکو د تېښتې لامل شو.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې تېره ورځ (یکشنبه، د جون ۲) د دغو بریدونو په ځواب کې یې د لبنان د حزب الله پر اهدافو بریدونه کړي دي.

اسرائیلو دا هم ویلي چې د حزب الله د ويشتل شوې بې پيلوټه الوتکې د شنډولو لپاره د دوی د ځواکونو هڅې ناکامې شوې.

د لبنان حزب الله تر اوسه د اسرائیلو په شمال کې د نهاریه ښار په لور د دغه الوتکې د لېږلو خبره نه ده تایید کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته د لبنان حزب الله هم د اسرائیلو پر شمالي سیمو بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم له هغه وخت راهیسې دواړو لورو پر يوبل ډزې کړې دي؛ خو دوی تر دې دمه په  «بشپړې جګړې» ددې جګړې له اړولو څخه ډډه کړې ده.