افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۲۰۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ  ايستلي

File-photo

په یوه ورځ کې له ۲۰۰ څخه زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «اختیاري او جبري» توګه ويستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په تېره يوه ورځ (يکشنبه د غبرګولي ١٣مه) له پاکستان او ايران څخه ٢١٦ افغان کډوالې کورنۍ ايستل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو  هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۷۲ کورنۍ د تورخم او ۵۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پربنسټ، د پل ابرېشم له لارې ۴۲ کورنۍ او ۵۰ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې پاکستان او ایران ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په «جبري توګه او خپله خوښه» ایستلې وې.