نړۍ

زیلینسکي: چین د روسیې د لاس آله ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، چین د روسیې د لاس آله ده او دا هېواد په سویس کې د اوکراین د سولې د نړیوالې غونډې د ګډوډولو هڅه کوي.

د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، ښاغلي زیلینسکي په سینګاپور کې په یوه امنیتي غونډې کې چین په سویس کې د اوکراین د سولې دغونډې په ګډوډولو تورن کړ.

د اوکراین ولسمشر وايي، چین پر هېوادونو او حکومتونو فشار راوړي چې د اوکراین د سولې په غونډه کې ګډون ونه کړي.

هغه زیاته کړه: «روسیه په سیمه کې د چین او د هغه د ډیپلوماتانو له نفوذ څخه په استفادې د سویس د سولې د غونډې د ګډوډولو هڅه کوي.»

د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، ښاغلي زیلینسکي همداراز وویل: «له بده مرغه چې د چین په څېر یو لوی، خپلواک او ځواکمن هېواد د پوتین د  لاس آله  ګرځي».

ټاکل شوې د اوکراین د سولې نړیوال کنفرانس د جولای په ۱۵ او ۱۶ په سویس کې جوړ شي.

په ورته مهال، تېره اوونۍ په یوه ویډیويي کنفرانس کې د اوکراین ولسمشر په امریکا او چین کې له خپلو سیالانو وغوښتل چې په سویس کې د اوکراین د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم د چین د دفاع وزیر تیره ورځ د شانګری لا (آی آی اېس اېس) په غونډه کې وویل چې هیواد یې په اوکراین کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي؛ خو د سکای نیوز په وینا، بیجینګ اعلان کړی چې د سویس په غونډه کې به ګډون ونه کړي؛ ځکه چې دا غونډه د روسیې په نه شتون کې ترسره کېږي.

په همدې حال کې روسیه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین له یرغل وروسته له لویدیځ لخوا سخته منزوي شوې، دې غونډې ته نه ده بلل شوې.

ځینو روسي چارواکو وړاندې ویلي وو چې د دغه هېواد له ګډون پرته به دغه غونډه بې معنا وي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په سینګاپور کې د شانګری لا دفاعی فورم په غونډه کې یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو؛ په ځانګړې توګه له امریکا او چین څخه وغوښتل چې په سویس کې د اوکراین د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي په راتلونکې غونډه کې د ځينو هېوادونو له نه ګډون هم ناخوښي څرګنده کړه.

د اوکراین ولسمشر وویل:« په راتلونکې غونډه کې به د سولې د تأمین لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي چې په کې د اټومي امنیت، د خوړو خوندیتوب، د جنګي اسيرانو خوشې کول او د روسیې له پوځ څخه د اوکراین د ماشومانو آزادول شامل دي.»

هغه زیاته کړه: «وخت په تېرېدو دی او زموږ ماشومان د پوتین په خاوره کې لویېږي. هغه ځاى کې، چې دوی ته له خپل هیواده کرکه ښودل کیږي.»

ښاغلی زیلینسکي وايي، اوکراین چمتو دی چې د هغو وړاندیزونو او نظرونو ته غوږ ونیسي چې د جګړې د پای او باثباته او عادلانه سولې لامل شي.

هغه وايي: «هرڅومره چې د سویس په غونډه کې ډیر هیوادونه ګډون وکړي، د دې امکان ډېروي چې روسیه به دې ته اړ شي چې غوښتنو ته غوږ ونیسي.»

د يادونې وړ ده چې د چين د دفاع وزير دونګ جيون هم په سينګاپور کې د شانګري لا په دفاعي فورم کې د سويس غونډې ته له اشارې پرته وويل چې هېواد يې په مسوولانه توګه د سولې د خبرو اترو د ملاتړ او ودې په لټه کې دی.