روغتیا

د ګوزڼ واکسین کمپاین به د دوشنبې په ورځ پیل شي

د ماشومانو د ګوزڼ څخه پاک افغانستان بنسټ وايي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۴ مه) به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې په بشپړه توګه د ګوزڼ څخه پاک نه دي.

په روان کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او تېر کال دغه شمېر شپږو ته رسېدلی و.

خو د ماشومانو له ګوزڼ څخه پاک افغانستان بنسټ دا نه دي ويلي چې د ګوزڼ واکسين کمپاين به څو ورځې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د واکسین د تطبیق په ځانګړي ډول د ګوزڼ په برخه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونېسف) سره ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.