نړۍ

په جرمني کې يو افغان د «سیاسي اسلام د مخالفینو» پر غونډې د برید پرمهال ونیول شو

د جرمني محکمې د یوه افغان د نیولو امر صادر کړ چې په هپنهایم ښار کې یې د «سیاسي اسلام مخالفې ډلې»پر غونډې برید کړی و او ویلي یې دي چې دغه ۲۵ کلن سړی چې د افغانستان د هرات اوسېدونکی دی چې « یو پولیس افسر په ګډون يې شپږ تته ټپيان کړي.»

د شکمن د تابعیت، د کډوالۍ وضعیت او جرمني ته د ننوتلو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د دې محکمې د څرګندونو له مخې، د دې برید مظنون شخص دوه ماشومان لري او په ۲۰۱۴ کال کې جرمني ته داخل شوی و.

د اسوشیټېد پرېس د راپور پر بنسټ، په هپنهایم کې د دغه سړي کور تلاشي شوی او یو شمېر الکترونیکي وسایل، چې محتوا یې تر اوسه رسنیو ته نه ده څرګنده شوې، د جرمني پولیسو لاس ته ورغلي دي.

دا برید د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱ مه) د «پاکس يوروپ» ډلې پر يوې غونډې شوى چې خلکو ته د «سیاسي اسلام د خپراوي او زیاتېدونکي نفوذ» څخه د رامنځته شویو خطرونو په اړه معلومات ورکوي.

د دغه راپور پربنسټ آلماني چارواکو ويلي دي چې دغه مظنون کس هم د پوليسو له خوا په ډزو  ټپي شوی دی او د دغه ښار پوليسو ټينګار کړی دی چې مظنون کس په هغه حالت کې نه دى چې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې راوستل شي.

له بلې خوا د جرمني لومړي وزير  اولاف شولتز د دې حملې په غبرګون کې ویلي چې په اروپايي ولسواکۍ کې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

د جرمني لومړي وزير ټینګار وکړ: «برید کوونکي ته باید سخته سزا ورکړل شي.»

جرمني چارواکو تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.