افغانستان

اروپايي ټولنې په غزه کې د اوربند د وړاندیز شوې طرحې هرکلی وکړ

اروپايي ټولنې د جوبایډن دهغه وړاندیز چې د امریکا ولسمشر د «اسرائیلو د هوکړې وړاندیز» بللی او په غزه کې به د اوربند لامل شي هرکلى کړى.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل مېشل د اسرایلو دا اقدام د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د تليبيب او فلسطیني ډلو ترمنځ د اوږدمهاله حل لپاره د خبرو د پیلولو لپاره یو ښه فرصت بللى دى.

د آنادولو خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مېشل وویل: «زه په غزه کې د لنډمهاله اوربند د نوي وړانديز، د یرغمل شویو خوشې کولو او د هغو مرستو چې د جوبایډن لخوا وړاندې شوې، هرکلی کوم.»

دغه اروپايي چارواکي له ټولو خواوو وغوښتل چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ماښام (مى ۳۱) ويلي چې اسراییل د اوربند او د بندیانو او یرغمل شویو تبادلې لپاره نوی وړاندیز کړی دی.

د بایډن په وینا په دې درې پړاویز وړاندیز کې اوربند، د یرغمل شویو بندیانو خلاصون او د غزې بیا رغونه شامل دي.

د دغه پلان پر بنسټ به لومړی په غزه کې شپږ اوونۍ اوربند  وشي چې په ترڅ کې به یې حماس او اسراییل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې د موندلو لپاره خبرې اترې وکړي.

قطر، مصر او امریکا په یوه ګډه اعلامیه کې له اسراییلو او حماس څخه غوښتي چې د جوبایډن له خوا وړاندیز شوې هوکړه وروستۍ کړي؛ ځکه چې د دغو منځګړو په وینا، وړاندیز شوې هوکړه «د اوربند لپاره د تلپاتې لارې نقشه ده».