افغانستان

اوراسيا نیوز تحلیلي شبکه: طالبان نه شي کولای اغېزمن حکومت وکړي

د اوراسيا نیوز شننونکې شبکې په یوې تازه شننه کې ویلي چې طالبان د «ياغیانو» په توګه ډېر اغېزمن دي؛ خو دوی نه دې توانېدلي چې  په افغانستان کې په اغېزمنه توګه حکومت وکړي.

اوراسيا لیکلي چې اوسني وضعیت ته په کتو سره «طالبان باید خپله لاره بدله کړي.»

دغه خبري شننونکې شبکه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغه هېواد د «انزوا کږلېچونو» کې دی.

په دې شننه کې راغلي: «طالبان ثابته کړې چې د یاغیانو په توګه ډېر اغېزمن دي؛ خو دوی نه دي توانیدلي چې په افغانستان کې په اغیزمنه توګه حکومت وکړي.»

اوراسيا لیکي، ددنړیوالې ټولنې لخوا د رسمیت پېژندلو په برخه کې طالبانو ناتواني؛  په افغانستان کې بشري وضعیت«ناوړه او بدتر» کړی دی.

دغه خبري-شننونکې شبکه وايي چې د طالبانو په رسمیت نه پېژندنې په افغانستان کې اقتصادي پانګونې او نړیوالې مرستې اغېزمنې کړي دي، په داسې حال کې چې د دې هیواد خلک ورته «سخته»اړتیا لري.

ياده شننه وايي چې طالبانو تر اوسه داسې «هیڅ» نه دي کړي چې نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې دوی د پخواني رژیم په پرتله خپل چلند بدل کړی دی.

د اوراسيا په دې شننه کې راغلي: «په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر اخیستو مخکې د طالبانوخپلې ډېرې ژمنې نه دي پوره کړي. نجونې لا هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، ترهګرې ډلې لکه القاعده شبکه ددوى تر واک لاندې افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي او ښځې هم د کار له ځای څخه حذف شوي دي.»

دغه خبري شنونکې شبکه همداراز وايي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د نه تعامل یو لامل د دوی «درهبرۍ پاشلتیا»ده.

اورسيا لیکي: «نړیواله ټولنه ډاډه نه ده چې بايد له چاسره تعامل  وکړي.»

د دې شننې له مخې، هغه هېوادونه چې اوس له طالبانو سره په یو ډول نه یو ډول تعامل کوي«معمولا د خپلو ملي ګټو لپاره» يې کوي.

د دغې شبکې په شننه کې راغلي: «په منځنۍ اسیا کې شمالي ګاونډیان یوازې د اقتصادي او امنیتي دلایلو لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې له کابل سره اړیکې لري. “قزاقستان اقتصادي ګټې تعقیبوي او له طالبانو سره د ترکمنستان او ازبکستان تعامل هم د سرحدي امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې د اندېښنو له امله دی.»

خو په دې شننې کې راغلې؛ تر څو چې طالبان په افغانستان کې مسوولانه حکومتداري پيل نه کړي او په ورته وخت کې نړيوالې ټولنې ته ونه ښيي چې دوی د باور وړ شريکان دي، کم شمېر هېوادونه به ورسره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې طالبانو واک ته له رسېدو راهيسې، د هېوادوالو پر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړې،تحصيل، کار او په ټولنه کې ددوى په حضور ډېر محدوديتونه وضع کړي.

ځينو خلکو د طالبانو د حکومت پر جوړښت نيوکې کړي او ویلي دي، چې دوی په افغانستان کې قدرت انحصار کړی او د حکومت له بدنې او جوړښت څخه یې «غیر طالبان» ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د ګواښونو او ترهګریزو بریدونو له پراخېدو سره د دغو بریدونو د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي او ځینو هېوادونو په کراتو ویلي چې اوس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرو» ډلې فعالیت کوي او د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د خپلو اهدافو لپاره پلانونه جوړوي.