افغانستان

طالبان وايي چې د ایران په مشهد کې يې  افغان کونسل د فساد له امله له دندې ګوښه  کړی 

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وایی چې په ایران کې د دوی کونسل جابر انصار د فساد له امله له دندې ګوښه شوی دی. 

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بيانيه کې ویلي، چې ښاغلی انصار د خپل ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په غیر قانوني کړنو لکه د عوایدو راټولول او د استازولۍ په چارو کې غیر مسوولانه لاسوهنه کړې ده.

طالبان همداراز وايي چې د ښاغلي جابر په ګوښه کېدنه  کومه قانوني ستونزه نه لري او هغه د ډيپلوماټيکو او د ډيپلوماټيكي او کونسلي چارو په اړه د نړيوالو کنوانسيونونو پر بنسټ له دندې لرې او کابل ته بلل شوى دى. 

د طالبانو ترادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې چې د نوي ډیپلوماټ تر معرفي کېدو پورې به د «کونسلګرۍ په خدمتونو کې د ځنډ د مخنیوي» په موخه په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ یو دیپلومات د دوی تر ادارې لاندې د کونسلګرۍ د چارو مسوليت پرغاړه واخلي. 

طالبان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران جمهوري ورځپاڼې په خپله سريزه کې ددوى لخوا د سرکونسل ټاکل سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني کونسل د ګوښه کولو او د هغه د استولو غوښتنه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سختو نیوکو سره هم مخ شوې ده.