سویلي آسیا

پاکستاني پوليسو د مارګالا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې په تور درې تنه نيولي

د پاکستان پوليسي چارواکي وايي، د اسلام اباد په مارګالا ځنګلونو کې يې د «اورلګېدنې» په تړاو درې کسان نيولي دي.

پاکستاني رسنیو د اسلام اباد د پولیسو په حواله ویلي، چې تر اوسه د دغې اور لګېدنې په تړاو پنځلس قضیې ثبت شوي دي.

د اسلام اباد د اور وژنې د ادارې  مرستيال تسليم نعمان اپريدي د دغه هېواد رسنيو ته ويلي، چې د اور لګېدو لامل لا هم معلوم نه دى؛ خو کېداى شي د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله هم دا اورلګېدنه رامنځته شوې وي.

د دغو راپورونو له مخې د اسلام اباد د پولیسو ویاند کامران اسلم ویلي چې د اور وژنې هڅې روانې دي.

هغه همداراز وايي چې شاوخوا اتيا اور وژونکي او یوه چورلکه د «د اور وژنې عملیاتو» کې مرسته کوي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې د استوګنې نږدې سیمو ته د اور د خپورېدو وېره شته.

د مارګالا ځنګلونه چې ۲۳ زره ۶۰۵ هکتاره مساحت لري په تېرو کلونو کې هم  د اورلګېدنې له پېښو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سلام اباد له څو ورځو راهیسې د هوا د تودوخې شاهد دی چې د تودوخې درجه يې د سانتي ګريډ له ۴۰ درجو څخه زیاته ده.