افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ څه باندې ۳۵۰ کډوالې کورنۍ ویستلي

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالود ستونزو د حل کمیسیون وايي، د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او اسلام کلا له لارو ۳۶۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسيون د خبرپاڼې له مخې، دغه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي لسمه) له پاکستان او ايران څخه په جبري او اختياري ډول ايستل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راستنېدونکو سره د وړیا سیم کارتونو سربېره نورې مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دغه کورنيو څخه ډېرى يې د سرپناه او کار له نشتوالي شکایت کوي.