افغانستان

د امريكا د سولې انسټیټیوټ: د شانګهای د غړو ترمنځ اختلافاتو د طالبانو د ګډون مخه نیولې

د امريكا د سولې انسټیټیوټ په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو ترمنځ د اختلاف له امله طالبانو ته د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په دې تحليل کې د شانګهای د همکارۍ سازمان پر پراختيا خبرې شوې دي.

 د امریکا د سولې نسټيټيوټ یوې کارپوهې کارلا فريمن ويلي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په اړه د یوې مهمې موضوع په توګه بث او خبرې شوې دي.

کارلا فريمن پاکستان په شمال کې پر چینايي کارګرانو د مارچ د میاشتې برید ته په اشارې سره ويلي، چې دا ممکنه ده چې دا برید په افغانستان کې پلان شوی وي او په هغه هېواد کې بې ثباتي کولی شي «تاوتريخوالى کوونکو» افراطي ډلو ته وده ورکړي او ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي.

دغه کارپوهې زیاته کړه چې پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان تر مشرۍ لاندې په دغه هېواد کې د امنیتي او بشري همکاریو د یوه پلیټ فارم په توګه د افغانستان لپاره د تماس ډلې د بیا رامنځته کولو وړاندیز کړی دی. د هغه په ​​وینا اسلام اباد د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو اقدامات کافي نه ګڼي.

کارلا فریمن زیاته کړه: «که څه هم افغانستان د شانګهای سازمان څارونکی غړی دی؛ خو افغانستان ته يې چې حکومت  يې د طالبانو تر مشرۍ لاندې دى،  د شانګهای سازمان د غړو ترمنځ په ځانګړې توګه د پاکستان او هند تر منځ له طالبانو سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه د اختلافاتو له امله د شانګهای سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.»

هغه همدارنګه زیاتوي چې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دغه سازمان د غړو هېوادونو او افغانستان ترمنځ د لا زیاتو خبرواترو او د سیمه ییز امنیت په اړه د دغه سازمان په دننه کې د همغږۍ د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

  دې تحليل د اسيا د ټولنې د پاليسۍ په انستيتوت کې د چين د تحليل مرکز اجرايوي مشر بيټس ګيل په حواله ليکلي، چې شونې ده بلاروس د شانګهای د همکارۍ سازمان د دايمي غړي په توګه وپېژندل شي او تمه کېږي چې افغانستان او منګوليا  هم په راتلونکي کې په ورته قطار کې اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې ویل شوي، چې القاعده په افغانستان کې د نویو روزنيزو مرکزونو په جوړولو توانېدلې ده.