ورزش

افغانستان د فوټسال نړیوال جام په «سي» ګروپ کې ځاى خپل کړ

د فوټسال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې افغانستان د ارجنټاین، انګولا او اوکراین له لوبډلو سره په «سي» ګروپ کې ځای خپل کړى دى.

د فوټسال د نړيوال جام سيالۍ پرون (يکشنبه د غبرګولي په شپږمه) د ازبکستان په پلازمېنه سمرقند کې ترسره شوې.

د فوټسال نړیوال جام به د روان کال د سپټمبر په نیمایي کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.