افغانستان

طالبانو د سالنګ د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو چارې له دریو شرکتونو سره تمدید کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو چارې یې له دریو شرکتونو سره غځولې دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د «هوا په ښه کېدو» سره به د دغې لويې لارې د پاتې برخو د جوړولو کار بيا پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د سالنګونو د برخو د جوړولو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دغه لویه لاره په سمه توګه نه ده جوړه شوې، په دې لاره کې د دوی ستونزې لا هم پر خپل ځای دي او په دې لویه لاره کې کوم بنسټیز بدلون نه دی راغلی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو د ادارې او ځینو کسانو له خوا د سالنګ د لویې لارې په اړه خپاره شوي راپورونه تر ډېره «تبليغاتي بڼه» لري او په دې لویه لار د تګ راتګ ستونزې لا هم په خپل ځاى پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي،  د سالنګ د لویې لارې د څو برخو چارې بشپړې شوي او د هوا په ښه کېدو به یوازې د پاتې برخو د جوړولو کار بېرته پيل شي.