نړۍ

نړۍ په تېر يوه کال کې

نړۍ په تېر يوه کال کې له بېلابېلو بدلونونو سره مخ وه، پر اوکراین د روسيې له يرغل نيولې، بيا په پاکستان کې تر سياسي، اقتصادي او موسمي بحرانه، د ايران دولت پر ضد لاريونونه.

فرهنګ او هنر

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره

په دغه مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ له کوزې پښتونخوا څخه هم يو شمېر شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.

روغتیا

په ننګرهار کې لسګونه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې لسګونه نشه یان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

افغانستان

زابل کې د سحرانې په نوم مېله کې د ځوانانو ګډون

د کلات ښار د سویل په دغه مېله ځای د کال د نورو فصلونو په پرتله په پسرلې کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه زیاته وي او ډېری ځوانان د ورځې تر ناوخته په دې ځای کې مېلې کوي.

افغانستان

د مقاومت شورا: د طالبانو لاس ته د افغانستان پرېښودل د نړیوالې ټولنې لپاره «د شرم وړ» دي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا یکشنبې د (کب په ۲۸مه) په رسمي ناسته کې اعلان وکړ چې «له ناورین څخه د هېواد د ژغورنې طرحه» یې چمتو کړې ده.

افغانستان

په زابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین

له زابل څخه سرچینې وايي، چې د نیالګیو کېنولو په دې پسرلني کمپاین کې به د دې ولایت په مرکز کلات او نورو سیمو کې زرګونه د مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي.

نړۍ

د اکوادور زلزلې ۱۴ تنه مړه کړل

په اکوادور او د پیرو په شمال کې د رېښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزلې له امله لږترلږه ۱۴ تنه مړه او څو کورونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه وران شوي دی.

افغانستان

کونړ کې د څښاک اوبو کمښت

په کونړ ولایت کې د اوبو د کچې د ټیټېدو له امله ډېری د اوبو څاګان وچ شوي او خلک د اوبو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان

د کندز اوسېدونکي: دا ولایت د لازیاتو پرمختیایي پروژو عملي کېدو ته اړتیا لري

په کندز ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت اوولس پرمختیايي پروژې عملي کړې دي.

نړۍ

عمران خان: که ونیول شوم د ګوند مشري به یوه کمیټه کوي

د پاکستان مخکیني لومړی وزیر عمران خان مخکې له دې چې اسلام‌اباد کې هغې محکمې ته د حاضرېدو لپاره ولاړ شي چې د نوموړي د نيولو امر يې کړی و، د خپل ګوند د مشرۍ کميټه یې جوړه