روغتیا

په ننګرهار کې لسګونه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې  لسګونه نشه یان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

دغو کسانو له دې مخکې د جلال آباد ښار د واټونو ترڅنګ نشه یي توکي کارول.

د ننګرهار د روږدو د درملنې روغتون مسوول ډاکتر سمین ستانکزی وایي، دا ۱۵۰ په نشه اخته کسان له تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت شول.

ستانکزی زیاتوي، چې د دوی روغتون ۱۷۰ بستریز دی او اوس هم ورسره تر ۴۰ کسان تر درملنې لاندې دي.

نوموړی زیاتوي: «مونږ ۱۵۰ تنو درملنه وکړه، ټول مو خپلو کورنیو ته وسپارل او یو شمېر لا هم بستر دي، کېدای شي په نږدې ورځو کې په ښار کې له کمپاین وروسته نور په نشه روږدي او ټول او درملنه یې پیل کړو.»

له نشه یي توکو روغ شوي کسان خوښ دي، چې د نشه یي توکو کارول یې پرېښي او له دې وروسته به عادي ژوند ته دوام ورکوي.

شېرآغا چې له کلونو راهیسې یې نشه يي توکي کارول او اوس تر درملنې وروسته خپلې کورنۍ ته ورستون شوی او عادي ژوند کوي.

هغه زیاتوي: «زموږ درملنه یې وکړه، الله دې اوږد عُمر ورکړي زموږ خدمت یې وکړ، که مو سختي او بدبختي تېره کړه، الله بیا ژوند را کړ اوس خوشحال یم او خپل عادي ژوند کوم.»

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، که د نشه يي توکو د کاروونکو له درملنې وروسته دوی ته د کار زمینه برابره نه شي داسې وېره شته چې بیا نشو ته مخه نه کړي.

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، هڅه کوي روغو شویو ته له درملنې وروسته د مسلکي زده کړو زمینه هم برابره کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي: «هڅه کوو دوی ته د مسلکي زده کړو زمینه هم برابره کړو، خو پر دې کار روان دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د روږدو د درملنې له روغتونه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا ملاتړ وشي او دغو کسانو ته لازیاتې آسانتیاوې برابرې شي.»

ننګرهار کې د طالبانو د روغتیا مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۹۷ مېرمنو او ۷۷۲ ماشومان په ګډون دوه زره او ۱۰۰ تنه پر نشه د روږدو کسانو درملنه کړې ده.

څه موده مخکې په دې ولایت کې طالبانو د روږدو شل کلن مرکز ړنګ کړ خو په نشه روږدو کسانو شکایت کړی و چې د درملنې پر ځای یې پر سړکونو خوشي کړل او اوس د واټونو ترڅنګ نشه یي توکي کاروي.

د مالوماتو له مخې، چې په ټول هېواد کې څه باندې ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره کسان نشه‌یي توکي کاروي.