نړۍ

عمران خان: که ونیول شوم د ګوند مشري به یوه کمیټه کوي

د پاکستان مخکیني لومړی وزیر عمران خان مخکې له دې چې اسلاماباد کې هغې محکمې ته د حاضرېدو لپاره ولاړ شي چې د نوموړي د نيولو امر يې کړی و، د خپل ګوند د مشرۍ کميټه یې جوړه کړې.

۷۰ کلن خان تېر کال له واکه له لیرې کېدو وروسته په ټول پاکستان کې د ګڼو لاریونونو مشري کړې او له هغه وخت راهیسې یې پر ضد په محکمو کې لسګونه دوسیې ثبت شوې دي.

په دې اونۍ کې په لاهور کې پوليسو د هغه د نيولو هڅه وکړه، خو د ښاغلي خان پلويان ورسره مخامخ شول او تر منځ يې نښته وشوه.

ښاغلی خان د شنبې په سهار له لاهور څخه اسلام‌اباد ته ولاړ، ترڅو محکمې ته حاضر شي.

خان دا هم ویلي دي چې که پولیس هغه ونیسي نو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشري به ياده کمیټه کوي.

د پاکستان پخواني لمړي وزير عمران خان وویل: «ما یوه کمیټه جوړه کړې ده، چې د زنداني کېدو په صورت کې به یوه واحده پرېکړه کوي. که څه هم اوس زما لپاره هېڅ داسې لامل نشته چې زندان ته ولاړ شم، ځکه چې ما په ټولو قضیو کې ضمانت ترلاسه کړی دی. مګر تاسو پوهیږئ، دا اوس یوازې د ځنګل قانون دی. دا په دې مانا ده چې ۹۴ دوسیې، هره ورځ زه پرمختګ کوم، خو بله نوې قضیه اضافه کیږي.»

ښاغلي خان د پاکستان پر واکمن حکومت او پوځ تور پورې کړی، چې د ده د ګوښه کولو او واک ته د رسېدو د مخنیوي لپاره په ګډه کار کوي.

د هغه پر ضد د لسګونو قضیو له جملې څخه، که چیرې هغه په ​​یوه کې مجرم ثابت شي، نو هغه به د نومبر په میاشت کې په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شي.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر وویل: «زما په وړاندې د دسيسو په هڅو کې د زورواکو لاس دی او تاسو پوهیږئ، زما ژوند نور هم په خطر کې دی. ځکه چې دا خلک اندیښمن دي دوی ټول د واک په پوستونو کې دي، ترڅو زه بېرته واک ته رانه‌شم، دوی پر دې پوهیږي چې موږ به ټاکنې ګټوو.»

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل‌خوا د پاکستان حکومت د ښاغلي خان ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی په دې قضیو کې لاس نه لري.

ورته مهال د پاکستان پوځ، چې په پاکستان کې یې مهم رول لوبولی او د هېواد د تاریخ پر نیمایي برخه یې حکومت کړی، وايي چې له سیاست سره هېڅ تړاو نه لري او بې پرې پاتې کېږي.

عمران خان د تېر کال په نومبر میاشت کې د یوه لاریون پر مهال له یوه بریده روغ وتلی و. د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ښاغلي خان له پلویانو سره د پولیسو نښتې وشوې چې په پایله کې یې لسګونه تنه ټپیان شول.

عمران خان ټینګار وکړ: «زما په آند، هغه څوک چې دا هڅه کوي وضعیت نه‌شي درک کولای. له بده‌مرغه، هغه ذهنونه چې زما د وژلو یا په زندان کې اچولو فکر کوي، زه فکر نه کوم پر دې به پوهېږي چې پاکستان اوس چېرته دی.»

په عین حال کې، پاکستان د بې‌ساري انفلاسیون او اقتصادي ناورین سره مخ دی. دغه هېواد تراوسه نه دی توانیدلی، چې د پیسو د نړیوال صندق د مرستو جلبولو لپاره په خپل مالي سیستم کې لازم اصلاحات راولي.