افغانستان

د کندز اوسېدونکي: دا ولایت د لازیاتو پرمختیایي پروژو عملي کېدو ته اړتیا لري

په کندز ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت اوولس پرمختیايي پروژې عملي کړې دي.

د دوی په وینا، په دغو پروژو کې د فرعي سړکونو کړیړ کول، د پلچکونو او تفریحي پارکونو رغول او نورې پروژې شاملې دي چې د ښاروالۍ له بودیجې څخه عملي شوې دي.

په کندز کې د طالبانو ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول تاج الدین سهاک په دې اړه وايي: «په روان کال کې مو د کندز ښار په اتو ناحیو کې اوولس پرمختیایي پروژې اجرا کړې او ګټې اخیستو ته مو سپارلې دي.»  

دا په داسې حال کې دي چې په تېر یوه کال کې د طالبانو د ښاروالۍ عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ یې اوولس پرمختیایي پروژې عملي کړې دي.

له بلې خوا، د کندز اوسېدونکي په دې ولایت کې د لازیاتو پرمختیایي پروژو د عملي کولو غوښتونکي دي.

د دوی په وینا په تېرو کلونو کې د جګړو له امله پروژې نه وې عملي شوې او اوس چې د رغولو لپاره زمینه برابره شوې باید لویې پرمختیايي پروژې اجرا شي.

هغوی زیاتوي، کندز سره له دې چې د شمال ختیځ زوی مرکز دی، خو په تېرو دوو کلونو کې په دې ولایت کې آبادۍ ته لږ پام شوی دی.

د کندز یو اوسېدونکی محمدګل وايي: «دا سړک یې چې جوړ کړی، له کلونو راهیسې یې په ژمي کې له خټو او دوبي کې له خاورو ځورېږو او اوس یوازې کانکرېټ پرې اچول شوی، هیله من یم چې یوه میاشت وروسته بېرته خراب نه شي، ځکه چې ډېری وختونه اساسي کار نه کېږي.»

له بلې خوا، په تېر یوه کال کې د کورنیو او بهرنیو موسسو له خوا د پراختیایي پروژو پر عملي کېدو سربېره یوازې اوولس کوچنۍ پرمختیایي پروژې د طالبانو له خوا په کندز کې د ښاروالۍ د بودیجې له خوا عملي شوې ديږ

په دغو پروژو کې د بیارغونې ترڅنګ لږ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کندز یو اوسېدونکی ګلاب وایي چې په تېر یوه کال کې ددې ولایت په کچه لږ شمېر پروژې د طالبانو له خوا تطبیق شوې او دغه ولایت ته د جګړو له امله جدي زیانونه اوښتي او بیارغونې ته لازیاته اړتیا لري چې تراوسه په کافي اندازه پام نه دی ورته شوی.

دا په داسې حال کې دي چې د کندز په ښاروالۍ کې د طالبانو مسوولین ددې ښار لپاره د راتلونکي کال د پروګرامونو خبره کوي او ټینګار کوي چې په ۱۴۰۲ کال کې به د ښار په بېلابېلو برخو کې ۴۰ پرمختیایي پروژې عملي کړي.

د ویلو وړ ده چې له دې مخکې د کندز ولایت د بېلابېلو برخو اوسېدونکو په دې ښار کې د پراختیایي پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.