افغانستان

د مقاومت شورا: د طالبانو لاس ته د افغانستان پرېښودل د نړیوالې ټولنې لپاره «د شرم وړ» دي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا یکشنبې د (کب په ۲۸مه) په رسمي ناسته کې اعلان وکړ چې «له ناورین څخه د هېواد د ژغورنې طرحه» یې چمتو کړې ده.

د دغې شورا یو شمېر غړو په یوه رسمي ناسته کې چې په آنلاین توګه خپره شوه، پر نړیوالې ټولنې او طالبانو یې توندې نیوکې وکړې خو له طالبانو یې وغوښتل چې «له ناورین څخه د هېواد ژغورنې طرحې» ته بې پامي ونه کړي.

دغې شورا په دې ناسته کې د جګړې پر پای ته رسېدو او مذاکراتو پر پیلېدو په ټینګار سره وویل، له دې مخکې چې ناوخته شي او د سیاسي جوړجاړي فرصتونه له منځه ولاړ شي باید د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره لارې چارې ولټول شي.

د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په دغه ناسته کې د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزو پر اواري ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له ناورینه د افغانستان د وتلو لپاره خبرواترو ته حاضر شي.

هغه دا ناسته «مهمه او برخلیک ټاکونکې» وبلله او وې ویل چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړو ددې طرحې برابرولو لپاره څه د پاسه یو کال کار کړی دی.

ښاغلي دوستم دا طرحه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګټوره وبلله خو ټینګار یې وکړ چې ټول شخصیتونه او سیاستوال کولای شي په دې طرحه کې خپل نظرونه ورزیات کړي.

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور په دې ناسته کې، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په وړاندې په بې پامۍ تورنه کړه.

هغه طالبان «زامبي» او «جاهل» وبلل او ټینګار یې وکړ، د طالبانو لاس ته د افغانانو پرېښودل د نړیوالې ټولنې لپاره «له شرمه ډک» دي.

ښاغلي نور په دغه ناسته کې پر نړیوالې ټولنې سخته نیوکه وکړه او وې ویل چې نړیوالې ټولنې دوی ته له هېواده بهر د سیاسي فعالیت او سیاسي دفتر د پرانیستو اجازه نه ورکوي.

هغه نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله وبلله او وې ویل چې د «طالبانو د څېرو د نرمولو او د دوی په رسمیت پېژندلو» لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا، محمد محقق په دې ناسته کې د وینا پرمهال وویل چې له طالبانو سره تعامل به د سیمې د هېوادونو لپاره زیانونه ولري چې اړتیا ده هېوادونه دغې موضوع ته پام وکړي.

هغه طالبان «ناصالح» او «خونړي وروڼه» وبلل او وې ویل چې نړۍ باید له دې «ناصالحې» ډلې سره پر خپل تعامل له سره غور وکړي.

ښاغلي محقق له نړیوالې ټولنې په مننې سره چې طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي وویل، ځینو هېوادونو په غیرمستقیم ډول طالبان په «رسمیت» پېژندلي دي.

له بلې خوا، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د مشرتابه غړي محمد یونس قانوني پر هغو هېوادونو چې طالبانو ته یې د افغانستان کونسلګرۍ سپارلې وویل چې په تېرو ۱۹ میاشتو کې طالبانو تاوتریخوالی، قومي، مذهبي او سیاسي تصفیه پيل کړې او هېوادوال په تېره بیا ښځې یې له خپلو حقونو بې برخې کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان هره اونۍ د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانانو سره د بشري مرستو په نوم د څلوېښت میلیون او کله هم اتیا میلیون ډالري بستو خبر ورکوي، ښاغلي قانوني پرته له هغې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، ځینو هېوادونو طالبانو ته د نقدو پیسو په لېږلو «په افغانستان کې ناورین» زیات کړی دی.

د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسول او له اوسني ناورینه تېرېدل، له جګړې پرته، پر عدالت ولاړ، له تعصب پرته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې افغانستان بنسټ اېښودل، د سیاسي او مدني سیالیو مرګونو سیالیو بدلول، د دایمي ثبات ټینګښت، د غیرمتمرکز پارلماني نظام او د ښاروالیو، والیانو او ولسوالانو د انتخابي کېدو په چوکاټ کې د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان رغنده رول د بې طرفۍ او متقابل درناوي له سیاسته په پیروۍ د هېواد د ژغورنې د طرحې موخې بلل شوې دي.   

«له ناورینه د هېواد د ژغورنې طرحه» چې د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا وړاندې کړې، په ملي او نړیواله کچه د خبرو لپاره د زمینې برابرولو او خبرو ته د طالبانو د اړایستلو د فشارونو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د مذاکراتو له پیلولو وروسته د انتقالي دولت جوړول، انتخابي دولت او ددغو دولتونو د پيلولو څرنګوالی هغه مسایل دي چې د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د افغانستان له ناورینه د وتلو لپاره په وړاندیزي طرحه کې ورته اشاره شوې ده.