ازبکستان نن (سه شنبه) د افغانستان سېلاب ځپلو ته ۲۰۰ ټنه بشري مرستې ولېږلې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغو مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وريجې، ۱۰۰ کیږدۍ، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او تیل هم شامل دي.
د طالبانو وروستۍ احصايې ښيي چې د غويي له ۲۰مې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.