د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې سهشنبه ورځ (د لیندۍ ۷) نږدې یو زر او ۷۰۰ افغان کډوال له پاکستانه وایستل شول.
دا شمېر په وروستیو ورځو کې د بېرته راستنو شویو کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښيي.
دا کډوال د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې هېواد ته راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر ایکس لیکلي، چې ۱۵۴ کورنۍ چې ۷۸۱ تنه پکې شاملېږي د سهشنبې په ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې په وروستیو ۲۸ ورځو کې ۲۵۷ زره او ۴۸۱ «بېاسناده» افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سپټمبر میاشتې له منځه کابو ۴۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځول شوي دي.