افغانستان

په یوه ورځ کې نږدې یو زر او ۲۰۰ کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې سه‌شنبه ورځ (د لیندۍ ۷) نږدې یو زر او ۷۰۰  افغان کډوال له پاکستانه وایستل شول.

دا شمېر په وروستیو ورځو کې د بېرته راستنو شویو کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښيي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر ایکس لیکلي، چې ۱۵۴ کورنۍ چې ۷۸۱ تنه پکې شاملېږي د سه‌شنبې په ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې په وروستیو ۲۸ ورځو کې ۲۵۷ زره او ۴۸۱ «بې‌اسناده» افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سپټمبر میاشتې له منځه کابو ۴۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځول شوي دي.