د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسیت پر بنسټ د جرمونو او ځورونې» لپاره ځواب ورکوونکي واوسي.
د بشري حقونو د څار سازمان په داسې حال کې په هېواد کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې، چې اوس مهال، څلور اعتراض کوونکي ښځې د طالبانو په زندان کې دي.
له دې سره هم مهاله، یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو یو نوی کمپاین پیل کړی او د دغو ښځینه بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د جرمني په فرانکفورت کې د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو هم د اعتراضي خیمې په جوړولو سره په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د تبعیض د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.
په هېواد کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د اندېښنو په دوام، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د دغو سختو بندیزونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له طالب مشرانو غوښتي چې د “جنسیت پر بنسټ د جرمونو او ځورونې” لپاره په افغانستان کې ځواب ورکوونکي واوسي.
د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ ویلي: «د څارنې او ځورونې څخه نیولې بیا زده کړو ته د نه لاسرسي له امله؛ په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي. د طالبانو مشران باید د جرم او جنسي ځورونې په اړه ځواب ورکوونکي واوسي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې را پورته کېږي، چې اوس مهال څلور اعتراض کوونکي مېرمنې ندا پرواني له خپل خاوند او څلور کلن ماشوم سره له دوه نیمو میاشتو راهیسې، ژولیا پارسي له خپل مشر زوی سره له دوه میاشتو راهیسۍ، منيژه صدیقي له یوې میاشتې راهیسې او پریسا ازاده له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې بندیانې دي.
شمېرې ښيي چې په څه کم درې میاشتو کې څلور اعتراض کوونکي ښځې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
له بلې خوا، رسول پارسي چې د پوهنتون یو استاد دی، له اتو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «که کومې ښځې د خپل حق او عدالت د ترلاسه کولو لپاره اعتراض کړی وي، د طالبانو له خوا نيول شوې او تر سختو شکنجو لاندې، یې له هغوى څخه په زور اعترافونه اخیستي او له سختو ضمانتونو وروسته يې خوشې کوي.»
په یوه نوي کمپاین کې د طالبانو له خوا د دغه ډول نیوکو پر وړاندې د نیوکو او اعتراضونو له دوام سره یو شمېر اعتراض کوونکي ښځې د طالبانو له زندانونو د اعتراض کوونکو ښځو او نورو مدني او بشري حقونو فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د احتجاجي کمپاین په یوه برخه کې ویل شوي: «موږ د خپلو ملګرو ازادي غواړو، په شمول د ندا پرواني، ژولیا پارسي، منيژه صدیقي او پریسا آزاده.»
یوه اعتراض کوونکې مېرمن وايي: «زموږ اعتراض کوونکو ښځو پیغام دا دی چې دوی به هیڅکله ونه شي کولای چې د اعتراض کوونکو ښځو په ترور، وحشت، وژلو، شکنجه، او زنداني کولو سره د عدالت غوښتنې لپاره زموږ غږ خاموشه کړي.»
د هېواد پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو له عملي کولو سره، چې د کار، زده کړو تګ راتګ حقونه پکې شامل دي، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید یا جنسیتي تبعیض او جلاوالي په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې او د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې وضعیت کیدای شي، د جنسیت له مخې طبقه بندي شي.
همداراز، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم د جرمني په فرانکفورت ښار کې د خېمې په درولو سره په هېواد کې د جنسیتي اپارتاید د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده.