Uncategorized @ps افغانستان

پر افغان کډوالو د پاکستاني پولیسو له‌خوا د فشارونو زیاتوالی

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل ته دوه ورځې پاتې دي. افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیسو د هرې ورځې په تېرېدو سره پر دوی فشارونه زیات کړي دي.

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس شوې چې پاکستاني پولیس پکې د دغه هېواد له وګړو غوښتي د بې اسنادو کډوالو په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

له دې سره هم مهاله، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړي دي.

په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي وخت پای ته رسېدو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د نومبر د لومړۍ نېټې په نږدې کېدو، پاکستاني پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو په وړاندې محدودیتونه زیات کړي دي.

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرېږي چې پاکستاني پولیس د دغه هېواد له وګړو غوښتي چې د بې اسناده کډوالو په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له اعلان راهیسې، ۸۱ زره ۹۷۴ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوس په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو نېټه په نږدې کېدو ده، اروپايي ټولنې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ۱۵ میلیونه یورو، چې ۱۶ میلیونه ډالره کېږي، ځانګړي کړي دي.

له بلې خوا د جبري راستنېدونکو د ستونزو د هواري عالي کمېسیون چې د طالبانو له خوا جوړ شوی، پرون د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په موخه خپله لومړۍ غونډه ترسره کړه.

له دې سره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد ګڼي چې تر ټولو ډېر وګړي یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، چې سوریه، افغانستان او اوکراین د ۵۲ سلنه ډېرو کډوالو په لرلو د نړۍ په کچه د کډوالو تر ټولو لویه برخه لري.