ښځې

د افغان مېرمنو وضعیت ته د پاملرنې لپاره له سینیرلي اوغلو د ښځو حقونو د فعالانو غوښتنه

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو غواړي چې دغه سازمان ته په خپل راپور کې د ښځو وضعیت د سیستماتیک جنسیتي تبعیض په توګه یاد کړي.

دغه مېرمنې وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو سختو سیاستونو ښځې او نجونې له سخت بشري وضعیت او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي.

په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د وضعیت او د بندیزونو د ليرې کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ښاغلی اوغلو باید له افغان ښځو سره په مخامخ خبرو اترو کې د وضعیت په اړه خپله ارزونه چمتو کړي.

د ښځو یوه ډله چې وايي، د طالبانو له سختو سیاستونو ستومانه شوې او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د یوه ډېموکراتیک حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې ژر تر ژره د دې غیر مسؤوله ډلې واکمني پای ته ورسوي او د ولسي حکومت لپاره زمینه برابره کړي.»

ښځې وايي چې د طالبانو په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې د طالبانو له خوا له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ شوې دي.

له همدې امله، په داسې حال کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی د افغانستان د وضعیت په اړه راپور چمتو کوي، له هغه غواړي چې د ښځو له وضعیته د جنسیتي اپارتاید په توګه یادونه وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله نوشین شهرزاد وايي: «افغانستان څنډې ته شوی، نړۍ پام نه کوي، په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت ته. موږ غواړو چې دغه ناوړه وضعیت چې پر ښځو واکمن دی، پای ته ورسېږي.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې له ښځو سره په مخامخ خبرو اترو خپلې ارزونې ترسره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مهریه امیري وايي: «باید دقیقه ارزونه او څېړنه ترسره شي او له هغو ښځو او نجونو سره مخامخ خبرې وشي چې د ښځو د کار او زده کړې د منع کولو په برخه کې د یو لړ قوانینو قرباني شوې. که نه نو دا به یو نیمګړی راپور وي.»

د ښځو په وينا، د ښځو نيول، ځورول او شکنجه بايد د نړيوالې ټولنې له خوا له پامه ونه غورځول شي.

همدا اوس د ښځو د حقونو لږ تر لږه درې فعالانې ژولیا پارسي، ندا پرواني او منيژه صدیقي د طالبانو په بند کې دي او د هغوی په اړه هېڅ معلومات نشته.

د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو به په نومبر میاشت کې دغه سازمان ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي. هغه په وروستیو ورځو کې په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

طالبان تورن دي چې ښځې یې له زده کړې، کار، ټولنیزو فعالیتونو او آزادیو بې برخې کړې دي.