ازبکستاني رسنیو لیکلي چې دغه پلاوی به د روان کال تر پایه د قوش تیپې کانال په اړه د خبرو په موخه افغانستان ته راشي او په دغه پلاوي کې د ملګرو ملتونو استازی هم شامل دی.
ازبکستاني چارواکو ویلي دي چې د قوش تیپې کانال جوړول به د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د اوبو د مدیریت وضعیت اغېزمن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د قوش تېپې کانال یوه برخه د طالبانو له لوري پرانیستل شوه. او د دغه کانال په جوړېدو سره به د امو سیند اوبه د هېواد د درېیو شمالي ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.
د قوش تېپې کانال د لومړي فاز لومړنی پړاو ۱۰۸ کیلو متره وو چې له آمو سیند پیلیږي او په دولت آباد ولسوالۍ کې پای ته رسیږي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پرمختیايي شرکت په وینا، ټاکل شوې وه چې د لومړي فاز کار دوه کاله وخت ونیسي، خو د چارواکو په هڅو تر ټاکلې نیټې مخکې بشپړ شو.
دغې ادارې ویلي، چې د لومړي فاز د کار لګښت له ټاکل شوې اندازې لږ دی، چې د پرانیستې په ورځ به یې اعلان کړي.
د طالبانو د ملي پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول زياته کړه، چې د لومړي فاز له بشپړېدو سره سم د دويم فاز د سروې او ډيزاين کار روان دى.
د دغه کانال دویم فاز له دولت آباد ولسوالۍ پیل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ تر تېرېدو وروسته د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري پای ته رسېږي.
دریم فاز هم د فرعي کانالونو پروژه کې شامل دی.
د قوشتېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۸.۵ متره پلنوالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متر مکعبه اوبه انتقالوي.
د دغه کانال په بشپړیدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي.