ښځې

د افغان نجونو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو د توماس وېسټ او رینا امیري نیوکه

توماس وېسټ او رینا امیري د اکټوبر پر ۱۱ د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت جلا پیغامونو کې د افغان نجونو او ښځو پروړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه وکړه.

د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، له دې چې طالبانو زده‌کړو ته د افغان نجونو د لاس‌رسي لپاره کورنیو او بهرنیو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او دا نجونې له خپلو هیلو او افغانستان یې له ښه راتلونکي بې‌برخې کوي «خواشینې» ده.

هغې همداراز افغانستان کې د «طالبانو د ظالمانه سیاستونو» په روړاندې له نجونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي، چې په دې ورځ «میلیونونه افغان نجونې» باید یادې شي «چې افغانستان کې له ترټولو سختو محدودیتونو سره مخامخ دي؛ داسې وضعیت چې نړۍ کې بې‌ساری دی.»

هغه ویلي: «په بل هېڅ ځای کې نیمایي زده‌کوونکي د منځنۍ دورې او د لیسې له زده‌کړو نه دي بې‌برخې شوې، چې د دوی د هېواد پر ژوند، ټولنه، کورنیو او رواني روغتیا به هم ناوړه اغېزې ولري.»

هغه طالبان «د دې ځپلو مسوول» بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانستان کې له نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغان نجونې او ښځې یو ځل بیا له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ له دې جملې د زده‌کړو او کار له حق او ځینو نورو ازادیو او ټولنیزو فعالیتونو بې‌برخې کېدل.