Uncategorized @ps افغانستان

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد نوی اقدام

د پاکستان پولیسو د اپارتمانونو، رسټورانټونو او هوټلونو مالکینو ته امر کړی چې افغانان وباسي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، سره له دې چې رسمي اسناد لري، خو د رستورانتونو او هوټلونو خاوندانو دوی ته وخت ورکړی چې له شلو ورځو په کمه موده کې له دغو ځایونو ووځي.

بل خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو میلیون او شپږ سوه زره افغانانو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

محمد اسماعیل څلور کاله د تېر حکومت په پوځ کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کړه. د پخواني حکومت له سقوط وروسته پاکستان ته وتښتېد او له څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې په دغه رستورانت کې کار کوي.
وايي، په دې وروستيو ورځو کې په دغه هېواد کې په وېرې ژوند کوي او د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمن دى.

د افغان کډوالو د نيولو لپاره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستاني پوليسو عمليات روان دي او زرګونه هېواد وال په زوره له پاکستانه د شړلو له خطر سره مخ دي.

یو شمېر دغه کډوال وايي چې پاکستاني پولیس د دغه هېواد په کوڅه کوڅه د افغان کډوالو په لټه ګرځي او د ټولو اپارتمانونو، رستورانتونو او هوټلونو مالکینو ته یې امر کړی چې افغان کډوال وباسي.

په ورته وخت کې د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت پر ناوړه چلند نیوکه کوي او ټینګار کوي چې ځینې هېوادونه بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکوي، خو پاکستان د افغانانو د کډوالۍ کارتونه هم څیري کوي

د عوامې نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي: «هغه افغانان چې له افغانستان څخه راغلي، له موږ سره ثبت دي، هغوی ته د کډوالۍ کارتونه ورکړل شوي دي. پولیس له هغوی څخه دا کارتونه اخلي او څیري کوي یي او وايي چې دا پښتانه دي او په اردو نه پوهیږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر هم د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو له پریکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد غیرقانوني کډوالو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي او اسلام اباد هم دغه افغان کډوالو ته تر نومبر میاشتې پورې مهلت ورکړی دی.

له بلې خوا هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې افغانستان د ایران او پاکستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې ۵ میلیونه او دوه سوه زره کډوال لري.


په دغه راپور کې راغلي، چې له دې ډلې یو میلیون او ۶ سوه زره کسان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته تللي دي.

اوس ایران هم له ایران څخه افغانستان ته د افغانانو د ستنیدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې ایران ته په ناقانونه توګه د افغان کډوالو تګ زیات شوی او طالبان باید د کډوالو له قاچاق سره مبارزه وکړي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي وایي: «د ایران اسلامي جمهوریت خپل هیواد ته د افغان کډوالو په باعزته راستنیدو غوښتونکی دی او د افغانستان له سرپرست حکومت (طالبانو) څخه غواړي چې داسې پالیسي غوره کړي چې افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستنیدو ته وهڅیږي، ترڅو د کډوالۍ بهیر بېرته ودریږي او افغانستان وکولای شي. له بشري منابعو څخه ګټه پورته کوي.»

ایران او پاکستان چې د لسګونو زرو افغان کډوالو کوربه توب کوي اوس هڅه کوي چې افغان کډوال په زوره وباسي.

پاکستان افغانانو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي، که نه نو په زوره به وویستل شي، خو مخکې له دې چې دغه موده پای ته ورسېږي، د دغه هېواد پولیسو د پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ او ناوړه چلند پیل کړی.


د دې تګلارې په پلي کېدو سره به پاکستان ۱.۷ میلیونه افغانان له دغه هېواده وباسي.