ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د تلې لسمه د ۱۰ بجو خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د مرستو کمښت به په افغانستان کې تر ډېره ماشومان او ښځې زیانمنې کړي.

دې بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدل به د دې لامل شي چې په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.

له دې سره هم مهاله، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له راتګ سره په هېواد کې د فقر او لوږې کچه لوړه شوې ده.