ویډیوګانې

د هرات ګمرک له پخوانی ريیس حمدالله همدرد سره ځانګړې مرکه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې طالبان او هغه وسله‌والې ډلې چې د دوی تر ملاتړ لاندې دي، د افغانستان له خاورې څخه اوربند مات کړی دی.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کړی، چې اوربند به هغه مهال ټینګ شي، چې پر پاکستان د طالبانو او د هغوی تر ملاتړ لاندې د وسله‌والو ډلو هر ډول بریدونه ودرېږي.

ورته مهال، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی،چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کموالي په موخه، د استانبول غیر مستقیمې خبرې پيل شوې دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې تر اوسه د ښکېلو غاړو رسمي پلاوو په دغه ناسته کې ګډون نه دی کړی او طالبانو او پاکستان هم د دغه راپور تر نشرېدو په دې اړه څه نه دي ویلي.