ویډیوګانې

‏دریځ:د عبدالباري جهاني پرانیستی لیک، د طالبانو پر چلند سختې نیوکې

لیکوال او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وایي، چې طالبانو واک په زور او په خپل انحصار کې اخیستی، چې په خبره یې د واک دغه انحصار به په افغانستان کې د دښمنیو او ټکرونو لامل شي.

دغه پخوانی افغان چارواکی له آمو سره په خبرو کې ټینګار کوي، چې د واک ډېره برخه د سوېل لوېدیځ او کندهاري پښتنو ملايانو په لاس کې ده او نور قومونه یې محروم کړي دي.

ښاغلي جهاني د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا له شیعه ګانو سره هم پر چلند سختې نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول چلند د سُني او شیعه ترمنځ کرکه رامنځته کوي.