سویلي آسیا

د پاکستان په پنجاب کې د پولیسو پر پوستې د وسله والو په برید کې درې تنه ووژل شول

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په سهار یو شمېر وسله والو د پنجاب ایالت د میانوالې په کنډل سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې له امله یې د پولیسو د یوه افسر په ګډون لږترلږه درې تنه او دوه بریدګر ووژل شول.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په دې برید کې دوولسو وسله والو لاس درلود چې د پنجاب پولیسو دا برید شنډ کړ.

د رسمي بیانیې پربنسټ بریدګرو په سیمه کې له نږدې ودانۍ له پولیسو سره نښته وکړه.

د ځایي پولیسو ویاند تایید کړه چې د پاتې بریدګرو د موندلو لپاره پراخ عملیات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېر یوه کال کې پاکستان له ترهګرو بریدونو سره مخ شوی په تېره بیا په بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځانګړې توګه د ترهګرو بریدونه شوي دي.

د جمعې په ورځ هم د بلوچستان ایالت په مستونګ او د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې دوې چاودنې وشوې چې له امله څو تنه مړه او ټپیان شول.

په هغه راپور کې چې د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو موسسې له خوا برابر شوی په اګست میاشت کې په ټول دغه هېواد کې د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي ښودنه کوي چې په دې هېواد کې ټول ۹۹ «ترهګرې پېښې» ثبت شوې دي.

دا د ۲۰۱۴ کال له نومبر راهیسې تر ټولو لوړې میاشتنۍ شمېر دي.

د دې رپوټ له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱۲ تنه مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.