افغانستان

په دایکندي کې نسیم راډیو د طالبانو له‌خوا وتړل شوه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دایکندي کې نسیم راډیو تېره ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا وتړل شوه او ددې راډیو مسوول مدیر او دوه خبریالان ونیول شول.

که څه هم د نیسم راډیو کارکوونکي له پنځو ساعتونو وروسته خوشي شول، خو راډیو لا هم تړلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «د طالبانو د استخباراتو دا کار د هېواد د ډله‌ييزو رسنیو د قانون خلاف د آزادو رسنیو د لازیات محدودولو لپاره دی او ددې راډیو د ژرترژره پرانیستو غوښتونکي یو.»

له بلې خوا، په دایکندي کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې چهارشنبې د تلې په پنځمه غرمه مهال د طالبانو د استخباراتو ځواکونه د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د نسیم راډیو دفتر ته ورغلل او د کارکوونکو د ګرځنده ټلیفونونو د اخیستو ترڅنګ یې، ددې رسنۍ دروازه مهر و لاک کړه.

سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو د استخباراتو کسانو د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي هم ونیول او په نیلي کې یې د طالبانو د استخباراتو ادارې ته ولېږدول.

ویل کېږي چې د نسیم راډیو مدیر مسوول او دوه خبریالان له غرمې وروسته په پنځو بجو د ضمانت په بدل کې خوشي شول خو دوی ته ویل شوي چې نسیم راډیو به تر بلې اطلاع پورې تړلې وي.