د افغانستان نامتو طنز ویونکی او هنرمند عبدالاحمد خاکسار د ۶۷ کلونو په عمر ومړ.
خپلوان یې وايي چې عبدالاحمد خاکسار د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
دغه افغان هنرمند د تياتر او سينما تر څنګ له ۴۲ کلونو زيات د عبدالهادي داوي په لېسه کې ښوونکی و.
هغه هنرمند چې د خپل ژوند له نیمایي ډېره برخه یې د هیوادوالو د خندولو لپاره تیره کړه.
خو اوس یې خپل ملګري او عزیزان د خپل ویر په ټغر کېنولي دي.
د تمثیل په برخه کې یې خپل لومړنی کار په ۱۳۵۲ کال کې د کندز په ناشر تیاتر کې پیل کړ.
له هغه وروسته په ۱۳۵۹ کال کې کابل ته راغی او په ټلویزیوني ډرامو او د هنر په بېلابېلو برخو کې په کار کولو مشهور شو.
عبدالاحمد خاکسار په ۱۳۳۴ لمریز کال کې د کندز ولایت په یوه فرهنګي کورنۍ کې وزېږېد.
ښوونځی یې د کندز ولایت د شیرخان په لېسه کې پای ته ورساوه او تر درېیم کال پورې یې د همدې ولایت په پوهنتون کې د ښوونې او روزنې په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړ.
هغه د حفيظ الله نظري په هڅونه يې د تمثیل هنر ته مخه کړه.
د عبدالاحمد خاکسار لومړنۍ تمثیلي پارچه په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې په کابل کې د بلې و نخیر په نامه له ملي تلویزیون خپره شوه. هغه په همدې کال کې د لومړي ځل لپاره په یو سینمایي فلم کې کار وکړ.
له ۲۰۰۱ کال وروسته عبدالاحمد خاکسار په میرک فلم کې د کامېډین رول ولوباوه او په دې فلم کې مشهور شو او له هغه وروسته د هېواد ګڼو خلکو هغه ته د میرک په نوم غږ کاوه.
دې خپرونې چې ۵۲ برخې لرلې، خو د بودیجې د کمښت له امله یوازې ۴ برخې ثبت شوې، په هېواد دننه او بهر یې ګڼ مینه وال وموندل.
خاکسار په ډېرو ډرامو او فلمونو کې کار کړی لکه تردید، بابونې ګل، پل، زخمي کوتره، د امید پسرلی، سیوری یې یادولی شو.
هغه د خپل ژوند تر وروستیو شېبو پورې هنر او طنز ته دوام ورکړ.
د کابل یو اوسېدونکی فیض الله وايي: «هغه د افغانستان د سینما یو هنرمند و چې مړینه یې د هنر برخې او د افغانستان د خلکو لپاره لویه ضایعه ده.»
عبدالاحمد خاکسار په فلمونو کې د اداکارۍ تر څنګ د عبدالهادي داوي په لېسه کې د ښوونکي په توګه کار وکړ.
هغه د ۴۲ څخه زیات کلونه زده کونکو ته په بېلابېلو دورو کې تدریس وکړ.
عبدالاحمد خاکسار په وروستیو کلونو کې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو چې کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.
خو بالاخره د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۷ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو. له هغه څخه څلور لوڼې او دوه زامن پاتې دي.