نړۍ

د نایجر د پوځي حکومت ملاتړي له دې هېواده د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول

د نایجر د پوځي حکومت پلویانو د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد په پلازمینه نیامي کې د لویدیځو او افریقايي هیوادونو د بندیزونو پر ضد پر لاريونونو لاس پورې کړ او له دغه هیواد د فرانسوي عسکرو د وتلو غوښتونکي شول.

د کودتاچیانو مشر جنرال عبدالرحمن تیاني د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د لویدیځ له خوا د بندیزونو او فشارونو له زیاتیدو سره سره به هم له خپل دریځه په شا نه شي او د دغه هیواد پر ضد يې د هر ډول پوځي اقدام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دا په داسې حال کې ده کې د لوېدیځ له خوا د پوځي اقدام د احتمال په اړه او په ځانګړې توګه فرانسه چې په دغه هېواد کې يې ځواکونه حضور لري. اوازې زیاتې شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ د نایجر د پوځي حکومت پلویانو د دغه هیواد په پلازمینه نیامي کې د لویدیځو او افریقايي هیوادونو له خوا د لگول شویو بندیزونو پر ضد پر لاريونونو لاس پورې کړ.

دوی دغه راز له دغه هېواده د هغو فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول چې له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې د نایجر له پوځ سره مرسته کوي.

یو لاریون کوونکی وايي: «خلک راځي، او موږ به د لویدیځې افریقا هیوادونو د اقتصادي ټولنې د ټولو هیوادونو او د ټولو هغو کسانو په وړاندې چې د نایجر چې د استعمار له منګولو د خلاصون په حال کې دی په وړاندې غیرانساني او د ولس ضد کړنې ترسره کوي،اعتراض وکړو.»

تېره چهارشنبه د دغه هېواد د ولسمشرۍ ساتونکو د پوځ په ملاتړ د دغه هېواد ګوښه شوی ولسمشر محمد بازوم ونیولو او د هغه حکومت یې نسکور کړ.

لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه فرانسې او اروپايي ټولنې له دغه بې وزله هېواد سره خپلې مرستې بندې کړې او د لوېديځې افريقا ١٥ هېوادونو پر نايجر بنديزونه ولګول او خبرداری يې ورکړ، چې د راتلونکې اونۍ تر يکشنبې پورې که محمد بازوم خوشې نه شي او واک ته راستون نه شي، په نظامي اقدام به لاس پورې کړي.

له بلې خوا هم د چهارشنبې په ورځ ناوخته د کودتاچیانو مشر جنرال عبدالرحمن تیاني د بهرنیو هیوادونو بندیزونه “غیر انساني” بللي او ويلي يې دي چې د لویدیځ له خوا د بندیزونو او فشارونو په زیاتیدو سره سره به هم له خپل دریځه په شا نه شي.

د کودتاچیانو مشر جنرال عبدالرحمن تیاني وايي: «موږ د نایجر په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوو او د بیلګې په توګه د خلکو د خوندیتوب ملي شورا د سزا کولو په اړه هر ډول ادعا ردوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د فرانسې له خوا د پوځي مداخلې د احتمال په اړه شکونه زیات شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادونو د هر ډول پوځي مداخلې پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار ښايي د نوي استعمار په توګه وګڼل شي.

له دې سره هم مهاله سلګونه بهرني وګړي او د سفارتونو کارکوونکي د دغه هېواده د پرېښودو په حال کې دي. متحده ایالاتو هم ویلي چې په نیامي کې به د دوی سفارت خلاص وي.