ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د زمري دوولسمه د ۱۰ بجو خبرونه

د امریکا متحده ایالات وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع په اجنډا کې نه شته. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا له بشري حقونو د سرغړونو د‌ دوام له امله د طالبانو په رسمیت پیژندل ممکن نه دي.