نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: په نایجر کې به زموږ سفارت خپل کار ته دوام ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نیامي په پلازمیني نیامي کې به ددغه هېواد سفارت پرانیستی وي.

ددغه وزارت ویاند متیو مېلر په خبري ناسته کې ویلي چې غواړي د سفارت یو شمېر کارکوونکي له خپلو کورنیو سره له نایجر څخه وباسي، خو د سفارت لوړپوړي کارکوونکي به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

مېلر همداراز زیاته کړې چې واشنګټن د نایجر وضعیت څاري ترڅو د په دې هېواد کې د خپل سفارت د کارکوونکو او وګړو د خوندیتوب په اړه مناسب تصمیم ونیسي.

هغه ویلي: «په نیامي کې د متحده ایالتونو سفارت پرانیستی دی، موږ په پام کې لرو چې پرانیستی پاتې شي. موږ د نایجر له خلکو او خپلو اړیکو په اړه ژمن یو او له دیپلوماتیک پلوه په لوړه کچه په اړیکه کې یوو. دا کار به دوام وکړي. زه همداراز وایم چې له هېواده بهر زموږ د کارکوونکو او امریکايي وګړو خوندیتوب موږ ته لومړیتوب لري.»

نایجر له القاعدې او داعش سره په مبارزه کې د لوېدیځو هېوادونو یو مهم متحد هېواد دی.

بهرنیو قدرتونو په دغه هېواد کې د تېرې اونۍ کودتا چې له امله یې د ګوښه شوي ولسمشر محمد بازوم حکومت نسکور شو، غندلې ده.