نړۍ

په اندونیزیا کې د کیښتۍ ډوبېدل؛ ۱۵ تنه مړه شول

د اندونیزیا د سولاوسي ولایت په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږترلږه ۱۵ تنه مړه شول.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې په دغه کښتۍ کې ۴۰ تنه سپاره وو چې له هغې جملې شپږ تنه وژغورل شول خو نولس نور بې درکه دي.

د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې ادارې اعلان کړی چې دا پېښه د دوشنبې سهارمهال شوې او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د اندونیزیايي چارواکو په وینا، دا کښتۍ د سولاوسي ولایت د مرکز کنداري ښار په سویل دوه سوه کیلومترۍ کې له مونا ټاپو څخه تېرېده.

د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې ادارې رییس محمد عرفه وايي: «غواړم د یوې کښتۍ په اړه راپور ورکړم چې د مرکزي بوتون سیمې د ماواسانکا په مرکزي خلیج کې چپه شوې او له ۴۰ تنو سپرو کسانو، ۱۵ تنه مړه شوي، شپږ ژغورل شوي او نولس بې درکه دي. موږ د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۴مه په ځایي وخت ۲:۵۰ راپور ترلاسه کړ.»

اندونیزیا ۱۷ زره ټاپوګان لري. له همدې امله په دې هېواد کې کښتۍ تر ټولو دود ترانسپورتي وسیله ده. خو په دې هېواد کې د کښتیو ترمنځ د ټکر پېښې هم زیاتې دي، ځکه د دغه هېواد د اوسېدونکو په وینا ددغو کښتیو په جوړولو کې د خوندیتوب معیارونو ته پام نه دی شوی. تراوسه ددغې کښتۍ د ډوبېدو لامل نه دی روښانه شوی.

اندونیزیا چې ۱۷ زره ټاپوګان لري په دې هېواد کې کښتۍ تر ټولو دود ترانسپورتي وسیله ده او پېښې هم ډېرې پکې کېږي ځکه په دغو کښتیو کې د خوندیتوب معیارونو ته پام نه کېږي.