طالبان وايي چې په هېڅ صورت چمتو نه دي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په نه شتون کې له نړۍ سره تعامل وکړي.
که څه هم د طالبانو د رياست الوزرا سیاسي مرستیال له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو ټینګار کوي چې دوی په دې اړيکو کې له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونه نه تېريږي.
له بلې خوا هم سراج الدین حقاني ادعا کوي چې که کوم هیواد دوی په رسميت ونه پیژني نو د خلکو ملاتړ ورسره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته اوږد واټن موجود دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې ټول افغانان پښتانه یا طالبان نه دي او ټینګار کوي چې که طالبان يو ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي، د ایران له خوا به په رسمیت ونه پیژندل شي.
په رسميت پېژندلو لپاره د طالبانو نږدې دوه کاله هڅې، خو دغه هڅې کوم ځای ته نه دي رسېدلي.
نړۍ او طالبانو د يو باثباته تعامل لپاره؛ بېلابېل انتخابونه د مېز پر سر اېښي، چې تر اوسه له دوی هېڅ يو طرف هم نه دی را وړاندې شوی. طالبانو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو کړۍ ورځ تر بلې تنګه کړې او وايي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په له لاسه ورکولو له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتو نه دي.
د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر وايي: «موږ له چا سره دا ډول دوستي نه غواړو چې له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو تېر شو. موږ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، خو چې د افغانستان خپلواکي او په افغانستان کې اسلامي نظام خوندي وي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي: «که موږ هېڅوک په رسميت ونه پیژني او له موږ سره همکاري ونه کړي، خو زموږ تر څنګ د دغه قوم درېدلو سره انشاالله افغانستان هم پايښت کوي او هم پرمختګ کوي.»
خو امریکا وايي چې د دې سیاستونو دوام به د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسميت پېژندلو لار نوره هم سخته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې له امریکا غږ سره شریکې کړې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وايي: «د طالبانو رژيم له نړيوالو په رسميت پېژندلو ډېر واټن لري، موږ تل طالبانو ته څرګنده کړې که غواړي چې له هر ډول نړيوال مشروعيت برخمن شي، موږ تمه لرو چې دوی مشخص اقدامات وکړي.»
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال صدیق صدیقي وايي: «طالبان لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري، لسګونه ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو تر مستقیم کنټرول او ملاتړ لاندې فعالیت کوي او په تېرو دوو کلونو کې طالبانو افغانستان د ترهګرۍ په لوی مرکز بدل کړی دی.»
ایران هم د طالبانو رسميت پېژندلو په اړه خپل نظر داسې څرګند کړی.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امیرعبداللهیان وايي: «موږ طالبان د یوه ټول ګډونه حکومت له جوړېدو پرته په رسمیت نه پېژنو، چې دا د دوی زړه خوړلو لامل هم دی، خو موږ هغوی ته په ښکاره ویلي چې دا هغه مسله ده چې موږ یې نه شو کولی له پامه وغورځوو. ټول افغانستان پښتانه او طالبان نه دي او تاسو د افغانستان د واقعیت برخه یاست.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دوه وويشت میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره مبارزه او د ښځو ټولو حقونو او آزادیو ته درناوی د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له مهمو غوښتنو څخه دي.