د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړی که د روسي پوځیان خلاف له غنچه يي بمونو کار واخیستل شي، مسکو هم حق لري چې له ورته وسلې کار واخلي.
ښاغلي پوتین د روسیې له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې مسکو په کافي اندازه د غنچهيي بمونو د مهماتو زېرمه لري او د اړتیا په صورت کې به ترې کار واخلي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي: «د روسیې فدراسیون د ډول ډول غنچهيي بمونو کافي زېرمې لري، بېلابېل ډولونه، موږ مخکې ترې کار نه دی اخیستی، په یوه ځانګړي وخت کې د مهماتو له کمښت سره سره یې کارولو ته نه یو اړ شوي. موږ دا کار نه دی کړی. خو البته، که زموږ خلاف وکارول شي، موږ د ځان لپاره د متقابل اقدام حق خوندي ساتو.»
غنچهيي بمونه داسې وسله ده چې له الوتکې ځمکې ته غورځول کېږي او دا بمونه ځمکې ته نږدې زیات شمېر نور کوچني بمونه له ځانه غورځوي چې د پراخې سیمې په نښه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
یو شمېر دا بمونه چې په هدف ونه لګېږي چاودنه نه کوي. یوه اونۍ مخکې امریکا اعلان وکړ چې د اته سوه میلیون ډالري مرستې د یوې برخې په توګه به دا ډول بمونه د اوکراین په واک کې ورکړي.
د روسیې دفاع وزیر سرگئي شویګو وايي: «اوکراین ته د متحده ایالاتو له خوا د غنچهيي بمونو د لېږلو په صورت کې به روسي ځواکونه اړ شي د اوکرایني پوځیانو خلاف له ورته وسلو کار واخلي. زه غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم چې روسیه هر ډول غنچهيي بمونه په واک کې لري. هغه د امریکايي په پرتله اغېزناک دي.»
له بلې خوا، اوکراین ویلي چې له دغو بمونو به یوازې د روسي پوځیانو د تمرکز د له منځه وړلو لپاهر کار واخلي.
په ۲۰۱۰ کال کې کابو ۱۱۰ هېوادونه د غنچهيي بمونو د نه جوړولو، کارولو، زېرمه کولو او پلورلو تړون په اړه هوکړې ته ورسېدل.