نړۍ

پلور ته د یوې لرغونې لرګینې مجسمې اېښودل

د فرانسه په یوه لیلام کې د سه شنبې پر ورځ د بودا ترټولو کمسارې مجسمه پلور ته اېښودل کېږي. د اټکل له مخې د لرګیو د دغې مجسمې د پلور بیه له یو میلیون ډالرو څخه پیل شي. دا مجسمه چې تر یوه متر زیات لوړوالی لري، له کلونو راهیسې په یوه کور کې ساتل کېده.

د بونامز لیلام کور کې د چیني هنرونو مسووله کارولین شولټن وايي: «فکر نه کوم چې هغوی به د دې مجسمې په رښتیني ارزښت پوهېدل. یوازې دومره پوهېدل چې باید ساتنه ترې وشي. د دې کورنۍ نیکه ترې ساتنه کوله، وروسته بیا د هغوی مور او دا مجسمه په همدا ډول د دې کورنۍ اوسني نسل ته رسېدلې او په یوه ډېره ښکلې ودانۍ کې ساتل کېده.»

دغه مجسمه په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې پر دغې فرانسوۍ کورنۍ پلورل شوې وه او په هغه وخت کې روغه وه. خو د کلونو په لړ کې یې د ښي لاس ګوتې له منځه تللې دي.

د بونامز لیلام کور کې د چیني هنرونو مسووله کارولین شولټن زیاتوي: «دا مجسمه ډېره کمسارې ده؛ ځکه د دې په شان نورې ډېرې مجسمې نشته او هغه چې شته دي، په موزیمونو کې ساتل کېږي. دا مجسمه له لرګي جوړه شوې ده. لرګی ډېر ماتېدونکی دی او د وخت په تېرېدو خرابېږي. ښايي اور واخلي یا مات شي. دغې مجسمې یوه موده په چین کې تېره کړې او وروسته هغه مهال چې دا هېواد په ناورین کې وو، ولېږدول شوه. د بودا دا ډول ډېری مجسمې په هغه موده کې له منځه یوړل شوې.»

د دغه لیلام مسوولین وايي، چې ښايی کم شمېر د بودا دا ډول لرګینې مجسمې په فرانسه یا بلجیم او سویس کې وي چې خاوندان به یې د دې خبر په اورېدو سره د دغو مجسمو په ارزښت پوه شي.