سوداګري

درې لنډ اقتصادي خبرونه

د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ د جوړولو هڅې، په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه د اوچا خبرداری او له طالبانو سره د اسلامي پراختیايي بانک د تړون لاسلیکول په دغه خبري ټولګه کې ولولئ.

د هرات ـ خواف د رېل لارې جوړولو هڅې

د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې تمه کېږي د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ په درېیمه برخه کې د پروجکټورونو لګول، د یوه سټېشن ودانۍ، د اورګاډي پټلۍ تاسیسات او د امنیتي پوستو جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

دغه اداره زیاتوي، چې د دې برخو د کار په پایته رسېدو سره به د اورګاډي پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چارې پیل شي.

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ ځینې برخې د جمهوریت د پرځېدو پرمهال تخریب او توکي یې غلا شول.

اسلامي پراختیايي بانک له طالبانو سره د اته میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

اسلامي پراختیايي بانک له طالبانو سره د څه د پاسه اته میلیون ډالرو په ارزښت د پروژو قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه قراردادونه به په شپږو بېلابېلو ولایتونو کې د شپږو نړیوالو بنسټونو له لارې د خوراکي خوندیتوب، د پاکو اوبو تامین، روغتیا او بزګرۍ په برخه کې عملي شي.

دغه وزارت د اسلامي پراختیايي بانک له دغو بشردوستانه مرستو هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه د اوچا خبرداری

د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر، افغانستان د نړۍ ترټولو ناوړه بشردوستانه ناورین بللی دی.

اوچا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د دې هېواد له درېیو برخو دوې برخې وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاتوي، چې مرستندویه سازمانونه په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې غواړي له څه د پاسه ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړي او د دغه کار لپاره نږدې درې میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.