افغانستان

ننګرهار کې د یوه لوی پُل د رغولو غوښتنه

د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښار سره د پنځو ولسوالیو ترڅنګ د نورستان او کونړ ولایتونو نښلوونکی نوی پُل د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

ننګرهار کې د بهسودو نوی پُل چې په څه باندې یوه لسیزه کې جوړ شو خو لا یې پنځه کاله نه دي پوره شوي د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

دا پُل چې ۳۶۰ متره اوږدوالی لري شاوخوا ۴ کاله کېږي د پنځه ميلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي د دې پل د ځينو برخو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د رغولو لپاره یې هڅې وکړي او د لازیات تخریب مخنیوی یې وکړي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی مبشر وايي: «موږ له دولت (طالبانو ادارې) غواړو هغه شرکت چې دا قرارداد یې اخیستی اړ کړي ترڅو ددغه پل په اړه ځواب ووايي.»

دغه پل چې پر کابل سیند جوړ شوی، د ننګرهار د پنځو ولسوالیو ترڅنګ کونړ او نورستان ولایتونه هم له جلال آباد ښار سره نښلوي.

موټر چلوونکي وايي، د پُل ګڼې برخې د تخریب له ګواښ سره مخ دي او باید مخه یې ونیول شي.

ددې ولایت یو موټر چلوونکی سیداجان وايي: «په سرېښ باندې سړک او پل نه جوړېږي له حکومته غواړو چې دا پل په اساسي توګه ورغوي او په منظم ډول یې جوړ کړي.»

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس یارمحمد محمدي وایي: «د خلکو چې اوس کومه اندېښنه ده له مسوولینو سره مو شریکه کړې او د رغولو لپاره به یې هڅې کوو.»

شاو خوا پنځلس کال وړاندې د جمهوري نظام پر مهال د دغه پل د جوړیدو چارې پیل شوې خو چارې یې تراوسه ځنډېدلې.

د سیمې خلک اندېښمن دي چې دا پل بشپړ تخریب نه شي.