افغانستان

د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو کې لا هم ښوونځي ودانۍ نه لري

دا د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د کوچیانو بېلې د سیمې ښوونځی دی چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسي پکې ماشومان له ودانۍ پرته تر شنه آسمان لاندې زده کړه کوي.

د دغو ماشومانو په وینا کله چې ګرمي زیاته وي او یا هم د وریځې په ورځو د باران له امله د دوی ښوونځی رخصت وي.

یو زده کوونکی ثناءالله وايي: «موږ په ستونزو سره زد کړه کوو کله چې باران او یا هوا ګرمه وي ښوونځي ته نه راځو، موږ غوښتنه کوو چې موجوده حکومت دې زموږ د سرپناه غم وخوري.»

بله پلوه که څه هم د دې سیمې ښوونځیو ته نړیوالو موسسو خېمې ورکړې وې خو هغه زړه شوې، اوس دوی د طالبانو له ادارې غواړي چې د دې سیمې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

یو بل زده کوونکی حسان الله وايي: « که څه هم زموږ لپاره پخوا خیمې راکړل شوې وې خو اوس لمر او بارانونو لمنځه وړې او زموږ په درد نه خوري که نوې خېمې راته برابرې شي هم ښې دي.»

د سیمې اوسېدونکو د ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه ورکړې خو په تېرو کلونو کې تراوسه ودانۍ پکې نه ده جوړه شوې.

دوی وايي، له لرګیو یې د زده کوونکو لپاره موقتې چپرې جوړې کړې خو د وخت په تېرېدو د باد او باران له امله ړنګې شوې او ماشومان یې په پرانیستې فضا کې درس وايي.

د سیمې اوسېدونکی الف خان چې خپله درې جریبه ځمکه یې ښوونځي ته وقف کړې وايي: «زموږ دا تمه وه چې دلته به ښه ښوونځی جوړ شي او ماشومان به به مو پکي زده کړه وکړي، خو اوس موږ د ونو له لرګیو د سرپناه کار اخلو موجوده حکومت دې زموږ غږ واوري او دا ستونزه دې اواره کړي.»

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې کابو دوولس ښوونځي فعالیت لري او په هغې کې سلګونه ماشومان په زده کړو بوخت دي خو نیمایي دا ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.