افغانستان

په کونړ کې د طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو ته د ښارګوټي جوړول

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار په غرنۍ دره کې د زلزلې او سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا له خوا د کابو نولس میلیونه افغانیو په ارزښت ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

د سيمې اوسېدونکي وايي، زلزلې یې کورونه وران کړي وو چې ورته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلې او له امله يې له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د دې ښارګوټي په جوړولو خوښ دي.

شمس‌الرحمن چې کور یې د زلزلې له امله ویجاړ شوی او سرپناه یې نه لرله اوس کور ورته جوړ او ډېر خوښ دی.

هغه آمو ټلویزیون ته وویل: «زما کور زلزلې وران کړی دی زه ډېر بېوزله یم. اوس چې راته کور جوړ شوی نو ډېر پرې خوښ یم.»

نیازالدین د سیمې بل هغه اوسېدونکی دی، چې د کورنۍ دوه غړي په دغه زلزله کې وژل شوي وو.

نوموړي وویل: «وروستۍ زلزلې یو الهي افت و. زموږ په سیمه د غم څادر غوړیدلی وو. هر څوک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. د ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا له خوا په دې مرسته ډېر خوښ یو.»

له بلې خوا، کونړ کې پېښو ته د رسېدنې چارو مسوولین ډاډ ورکوي چې د نړیوالو موسسو په همکارۍ به په دې سیمه کې لا زیاتې رغنیزې پروژې عملي کړي.

د دې ریاست د مسولینو په خبره تېرې زلزلې په دې سیمه کې ډېر زیانونه اړولي دي او له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی همداراز وویل له نړیوالو موسسو سره په ګډې همکارۍ به په دې سیمه کې نورو رغنیزو کارونو ته هم دوام ورکوي.

کونړ کې پېښو ته د طالبانو د چمتووالي ادارې رییس ثابت‌الله وویل: «موږ له نورو موسستو سره هم په دې خبرې کړې، چې په مزار دره کې د خلکو د اسانتیاوو لپاره ښونځي، روغتیايي مرکزونه او پلې لارې جوړې کړي.»

د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره سیمه کې څو میاشتې مخکې زلزلې او سېلابونو د دې سیمې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړل او اوسېدونکو ته یې درانه زیانونه واړول.